کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۰ زره جریبه غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه شوې دي

10 میزان 1402 ساعت 11:19

د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنيکي کمېټه وايي، په تېره يوه مياشت کې يې د هېواد له څوارلسو ولايتونو څخه ٣٠ زره او ٣١١ جريبه غصب شوې ځمکې بېرته نيولې او اړوندو ادارو ته يې سپارلې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې زیاتره بیرته راګرځول شوې ځمکې په کندهار، کاپیسا، فراه او کندز ولایتونو کې دي، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
 
دغه بورډ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۱۹۵ زره ۵۵۱ جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت کړې او څه باندې ۲۲۵ زره ۱۷۳ جریبه ځمکه د دغه بورډ تر څېړنې لاندې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د غصب شويو ځمکو د راګرځولو د کمېټې د کار له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه زره جريبه ځمکې بېرته راګرځول شوې دي.
 


د مطلب کود: 277553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277553/په-تېره-یوه-میاشت-کې-څه-باندې-۳۰-زره-جریبه-غصب-شوې-ځمکې-بېرته-ترلاسه-دي

آوا
  https://www.avapress.com