د پکتیا ولایت نوی والي مولوي مهر الله حماد چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا په دې پوست ټاکل شوی و، خپلو کارکوونکو ته یې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
د پکتيا نوی والي معرفي او په کار يې پيل وکړ
10 میزان 1402 ساعت 11:17
د پکتیا ولایت نوی والي مولوي مهر الله حماد چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا په دې پوست ټاکل شوی و، خپلو کارکوونکو ته یې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
آوا - کابل: په پکتیا ولایت کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت معین مولوی محمد نبی عمری په حکومتولۍ کې تغییر او بدلون ته په اشارې سره وویل: بدلون د کار د پیاوړتیا لپاره مهم اصل دی. "
ښاغلي عمري د امریکا پر وړاندې شل کلنې مبارزې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو په سپېڅلو وینو جوړ شو.
بل خوا د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام الله هم په خپلو خبرو کې ټاکل شوي والي ته ښه راغلاست ووايه او د خلکو په خدمت کې يې ورته د لا برياوو هيله وکړه.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري هیئت د حکم له مخې د ۲۰۵ البدر قول اردو پخوانی قومندان مولوي مهر الله حماد د پکتیا ولایت د نوي والي او محمد خان داوړ د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د مطلب کود: 277552