کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې له څه باندې ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

10 میزان 1402 ساعت 10:13

د غزني ولایت چارواکي وايي، د افغان سرې میاشتې ټولنې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۷۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي.


آوا - کابل: د چارواکو په وینا، د یکشنبې په ورځ د میزان ۹مه نغدې مرستې وویشل شوې.
 
د دوی په وینا هرې اړمنې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
 
دغه مرستې تر ډېره پر بې وزلو کورنیو وېشل شوې دي.
 
په ورته وخت کې ګټه اخیستونکو له مرستندویه ادارو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې او وايي چې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
 
په همدې حال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي دفتر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ډېر ژر به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۴ زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.
 
تر دې وړاندې هم دغې ادارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر اړمنو کسانو خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلې دي.
 


د مطلب کود: 277542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277542/په-غزني-کې-له-څه-باندې-۷۰۰-اړمنو-کورنیو-سره-نغدي-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com