کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي پاکستان ته په خطاب کې:

د دې پر ځای چې په بیانونو سره ستونزې هوارې کړي، دیپلوماتیک ګامونه واخلي

9 میزان 1402 ساعت 9:58

د مسکو غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل او د پاکستان استازي ته یې وویل چې که کومه ستونزه رامنځته شي د رسنیو د څرګندونو پر ځای دې د ډیپلوماتیکو لارو د حل هڅه وکړي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل، د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني او یو شیانګ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سره د مسکو د غونډې په څنډه کې وکتل او وویل چې د ستونزو په صورت کې باید د رسنیو د بیانونو پر ځای د ډیپلوماتیکو لارو د حل لپاره هڅې وشي.
 
د تکل په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او چین د اړیکو، ګډو ګټو او ګواښونو په اړه هم خبرې وشوې.
 
له بلې خوا یاو ژیانګ هم ویلي چې چین چمتو دی له افغانستان سره په ډېرو برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د مسکو پنځمه څلور اړخيزه غونډه د جمعې په ورځ د ميزان په اوومه د روسيې په کازان ښار کې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.
 
د دې غونډې ګډونوالو د نورو مسایلو ترڅنګ یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.
 


د مطلب کود: 277459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277459/د-دې-پر-ځای-چې-په-بیانونو-سره-ستونزې-هوارې-کړي-دیپلوماتیک-ګامونه-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com