کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نوي کابل د پروژې کار روان دی

9 میزان 1402 ساعت 9:53

د نوي کابل د پروژې د پلي کوونکي شرکت مسوولین وايي، چې د دې پروژې کار روان دی. دوی زیاته کړه، د دې پروژې پلان چې د سړکونو، فرعي لارو، زیربناوو او سوداګریزو ځایونو جوړول په کې شامل دي، ترتیب شوی او په عملي توګه یې د جوړېدو چارې روانې دي.


آوا: د پروژې د تطبیق کوونکي شرکت رئیس سید مقدم امین وویل: له کوم شرکت سره چې موږ ورسره تړون لرو، له نن څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسي چې د دغې پروژې چارې بشپړې شي. "
 
ښاغلي امین زیاته کړه، چې په شپږو میاشتو کې د دغې پروژې تر بشپړېدو پورې به دوه زره کارګران، کارکوونکي او پانګوال په دې برخه کې په رښتینې توګه کار وکړي.
 
د امين په وينا، د دې پروژې د کار يوه برخه په دولتي بنسټونو پورې تړلې ده، لکه د کاناليزاسيون جوړول، مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو وړاندې کول، خو دولتي بنسټونو تر اوسه خپل کار نه دى پيل کړى.
 
هغه وويل: "په ورته وخت کې دولت ته پکار ده، چې د دې پروژې په عملي کولو کې په عام محضر کې د کاناليزاسيون، عامه سړکونو، اوبو او برېښنا په برخه کې کار پيل کړي، څو هڅي رامنځته شي."
 
خو د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو لپاره يې لازمې اسانتياوې برابرې کړي او غواړي، چې د اړوندو بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.
 
د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي، د دغه وزارت چارواکي وخت پر وخت د نوي کابل له پروژې لیدنه کوي، څو دغه ښارګوټي د پلان له مخې جوړ شي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې په دې پروژه کې ښکېل دي وايي چې حکومت باید د دې پروژې کار پراخ کړي څو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
 
ټاکل شوې چې د کابل نوې پروژه په دوو پړاوونو کې جوړه شي او په لومړي پړاو کې به د یو میلیون ټنو په لګښت ۲۵۰ زره کورونه جوړ شي.
 


د مطلب کود: 277458

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277458/د-نوي-کابل-پروژې-کار-روان-دی

آوا
  https://www.avapress.com