د اسلامي امارت د بدني روزنې امر اعلان کړی، چې یوولس نور افغان ورزشکاران په اسیایي لوبو کې د ګډون په موخه چین ته تللي دي.
يوولس افغان ورزشکاران په چين کې اسيايي سياليو ته واستول شول
8 میزان 1402 ساعت 14:04
د اسلامي امارت د بدني روزنې امر اعلان کړی، چې یوولس نور افغان ورزشکاران په اسیایي لوبو کې د ګډون په موخه چین ته تللي دي.
آوا: د افغانستان یوولس تنه ورزشکاران په اسیایی لوبو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورت ریاست نن (شنبه د میزان ۸ مه) اعلان وکړ چې په درېیو څانګو کې ۱۱ نور افغان ورزشکاران د هانګزو په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره چین ته ولاړل.
دا ورزشکاران په غیږ نیونې، جوجیتسو او کراټې کې سیالي کوي.
تر دې مخکې محسن رضايي په تکواندو کې د برونزو مډال ګټلی و، چې د چین په اسیايي لوبو کې د افغانستان لومړی مډال و.
د مطلب کود: 277427