کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جلال آباد - تورخم لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

5 میزان 1402 ساعت 16:00

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۵ کیلومتره په اوږدوالي د جلال آباد - تورخم لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې.


آوا - کابل: نن چهارشنبه د دغه وزارت په خپل اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې دغه پروژه د ټولګټو وزارت او قادر ناصر ساختماني شرکت ترمنځ د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې ده.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به په شپږو میاشتو کې بشپړه شي.
 
د یادونې وړ ده؛ د دې پروژې د کار په ترڅ کې ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته شوي او په بشپړېدو سره به يې د پخوا په پرتله د خلکو او مسافرو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
 


د مطلب کود: 277302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277302/د-جلال-آباد-تورخم-لویې-لارې-بیارغونې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com