کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي نعیم الحق حقاني د حکومت د رسنیو د مرکز مشر وټاکل شو

5 میزان 1402 ساعت 14:28

د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نعیم الحق د حکومت د رسنیو د مرکز د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (میزان ۵) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت مولوي نعیم الحق حقاني د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د حکومت د رسنیو مرکز د رئیس په توګه جوړ شو.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د رئیس الوزرا د دفتر لومړي مرستیال مولوي احمدالله متقي د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
 


د مطلب کود: 277297

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277297/مولوي-نعیم-الحق-حقاني-د-حکومت-رسنیو-مرکز-مشر-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com