کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په درېیو ولایتونو کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۱۸۲ تنه سرتېري فراغ شول

4 میزان 1402 ساعت 15:18

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په ننګرهار، کندز او هلمند ولایتونو کې ۱۱۸۲ سرتېري له مسلکي او نظامی زده کړو وروسته د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په ټولنیزه پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې په هلمند ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه پولیس تر مسلکي او نظامی زده کړو وروسته فارغ شول.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د هلمند او نیمروز ولایتونو دغه ۳۰۰ سرتېري له دوو میاشتو مسلکي او نظامی زده کړو وروسته فارغ شول.
 
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې د کندز ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۶۲ تنه پولیس له مسلکي او دیني زده کړو وروسته د دغه ولایت د پولیسو په روزنیز مرکز کې د سیمه ییزو چارواکو او ملکي او نظامي مسوولینو په ګډون په یوه غونډه کې فارغ شول.
 
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ۴۶۲ تنه پولیس د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څخه وو.
 
په ورته وخت کې د ننګرهار په ختیځ زون کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۴۲۰ تنه پولیس له دوه میاشتنیو مسلکي او نظامی زده کړو وروسته فارغ شول.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې په نظامي قول اردوګانو کې د پوليسو د روزنې مرکزونه فعال دي.
 


د مطلب کود: 277265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277265/د-هېواد-په-درېیو-ولایتونو-کې-پولیسو-له-روزنیز-مرکز-څخه-۱۱۸۲-تنه-سرتېري-فراغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com