کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند:

د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د وسلو یوه زیرمه کشف شوه

4 میزان 1402 ساعت 13:41

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د کابل ښار د شپږمې حوزې پولیسو د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د وسلو یوه زېرمه کشف کړې ده.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (سه شنبه، میزان ۴) د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د وسلو د یوې زړې ګودام د کشف خبر ورکړی دی.
 
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، چې دغه ګودام د سړک د بیارغونې پر مهال کشف شوی، چې پکې زرګونه میله سپکې او درنې وسلې، درې ماینونه شتون لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د کابل پوليسو په کابل ښار کې يوه اندازه وسلې کشف کړې وې.
 


د مطلب کود: 277247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277247/د-کابل-ښار-په-شپږمه-ناحیه-کې-وسلو-یوه-زیرمه-کشف-شوه

آوا
  https://www.avapress.com