کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون پرانستل شو

4 میزان 1402 ساعت 10:00

د بدخشان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې په ۱۶۴ غرفو کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د نندارتون د پرانیستلو اعلان وکړ.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د کرنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون (یکشنبه د میزان ۲مه) د یوې ادارې او د کرنې ریاست په همکارۍ د یوې ورځې لپاره جوړ شو.
 
د دوی په خبره، په دغه نندارتون کې زعفران، مڼې، ناک، چهار مغز، انځر، وچ زردالو، لبنیات، شات، لاسي صنایع، لبنیات، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په ۱۶۴ غرفو کې د نارینه او ښځو له خوا په جلا جلا توګه ایښودل شوي دي.
 
دوی زیاته کړه، چې د دغه ولایت ګڼ شمېر سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکو ورته مراجعه کړې او اخيستې ده.
 
د دغه نندارتون ګډونوالو هم د کورنیو تولیداتو د خرڅلاو په برخه کې د دولت پر توجه ټینګار وکړ او ویې ویل چې په مناسبه بیه د کورنیو تولیداتو پلورل د بزګرانو او صنعتکارانو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې ګټور دي او دولت باید د دوی د محصولاتو د پلور زمینه برابره کړي.
 


د مطلب کود: 277212

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277212/په-بدخشان-کې-د-کرنیزو-محصولاتو-او-لاسي-صنایعو-نندارتون-پرانستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com