کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي تایلنډ ته ولاړل

4 میزان 1402 ساعت 9:56

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي په دوو دوستانه سیالیو کې د ګډون په موخه تایلنډ ته تللي.


آوا - کابل: د هېواد د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي په دوو دوستانه سیالیو کې د ګډون په موخه تایلنډ ته تللي دي.
 
د هېواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د ملي دوستانه لوبو په چوکاټ کې په ترتیب سره د سپتمبر په ۲۷ او ۳۰ نېټه د مالیزیا او چینايي تایپي له لوبډلو سره مخامخ کېږي.
 
په دغو سياليو کې د هېواد د فوټسال د ملي لوبغاړو د ګډون موخه د اسيايي هېوادونو د جام په مقدماتي سياليو کې د پياوړي ګډون لپاره د لوبغاړو چمتو کول دي.
 


د مطلب کود: 277210

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277210/د-فوټسال-ملي-لوبډلې-لوبغاړي-تایلنډ-ته-ولاړل

آوا
  https://www.avapress.com