کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع وزارت ویاند:

د هېواد په ختیځ زون کې ۵۶ میله وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شول

2 میزان 1402 ساعت 12:29

د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو د کشفي او استخباراتي راپورونو په ترڅ کې د هیواد په ختیځ کې په بیلابیلو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یې ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې او یوه اندازه مهمات کشف شوي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات کړی چې د هیواد ختیځ زون د کشفي راپورونو په اساس ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په ترلاسه شويو وسلو کې پيکا، راکټ، کلاشينکوف، ايم ١٦، راکټ، مارکول او يوه اندازه مهمات شامل دي.
 
هغه زياته کړه، چې مسوولينو خلکو ته ويلي: که چېرې وسلې، وسايل او تجهيزات وي، هغوى ته يې وسپاري، که نه نو د شکايت حق نه لري.
 
دغه راز څه موده مخکې هم داسلامي امارت د دفاع وزارت د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه یوه اندازه وسلې کشف او ترلاسه کړې وې.


د مطلب کود: 277112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277112/د-هېواد-په-ختیځ-زون-کې-۵۶-میله-وسلې-او-یوه-اندازه-مهمات-کشف-ترلاسه-شول

آوا
  https://www.avapress.com