په تېر یوه کال کې زر تنه بهرني سیلانیان د کندز له شیرخان بندر څخه هېواد ته داخل شوي دي
آوا - کابل: په کندز کې د قونسلي رئیس عبیدالله عبیدي طلوع نیوز ته وویل چې په تیر یوه کال کې نږدې زر تنه بهرني سیلانیان د کندز د شیرخان بندر له لارې هیواد ته داخل شوي دي چې دغه سیلانیان له اروپايي، اسيايي او امريکايي هیوادونو څخه افغانستان ته د تاريخي او تفريحي ځايونو د ليدو په موخه راغلي دي، د افغانستان سياحتي ځايونه په ځانګړې توګه تاريخي ځايونه، کلتوري تنوع، ښکلي ځايونه او د بدخشان واخان په ګډون د افغانستان طبيعي منظرو د دوی پام ځان ته اړولی دی.
په ورته وخت کې يو شمېر سيلانيان چې د هېواد له تاريخي ځايونو څخه ليدنې ته راغلي دی او د امنيت له ټينګښت څخه خوښي څرګندوي.
یو امریکایی سیلانی ایتمس وویل: «موږ به له کندز څخه اشکاشم او بیا واخان ته ځو. واخان ته د تګ لامل د هغه ځای ښکلې او طبیعي منظرې دي او خلک یې ډېر دوستانه دي.»
"زه په دې ډله کې یوازینی هندي ګرځندوی یم او زه د دې سفر لپاره ډیر لیواله یم،" هند او افغانستان ښه ملګري دي، کلتوري او ژبني مشترکات لري. له همدې امله زه د دې سفر لپاره ډیر لیواله یم."
چينايي سيلاني وويل: زما يو ستر هدف د واخان څخه ليدنه ده. ځکه واخان ډېرې ښکلې او طبیعي منظرې لري. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د تاریخ په اوږدو کې واخان د پام وړ مقام درلود.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې څلور زره خرخي سيلانيانو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ليدنه کړې ده.