کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو څلورو ورځو کې له پاکستان څخه ۹۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

30 سنبله 1402 ساعت 11:04

د تورخم د لارې چارواکي وايي، له څلورو ورځو راهیسې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ۹۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.


آوا - کابل: د تورخم د لارې مشر بخت جمال ګوهر وايي، دغه شمېر کورنۍ په پاکستان کې کډوالې وې او د لارې له پرانستلو وروسته بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۸۰۰ کورنۍ له دې لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
باید وویل شي، چې د تورخم دروازه په دې وروستیو کې له نهو ورځو وروسته د پاکستان له لوري د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.


د مطلب کود: 276984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276984/په-تېرو-څلورو-ورځو-کې-له-پاکستان-څخه-۹۰۰-کورنۍ-هېواد-ته-راستنې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com