کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا او زابل کې شاوخوا څلور زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وکړه

29 سنبله 1402 ساعت 10:47

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په پکتیکا او زابل ولایتونو کې پر ۳۸۱۷ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل.


آوا - کابل: د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نعمت آباد، سروبي او وازیخوا ولسوالیو کې پر ۲۵۴۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
دغه مرستې د نجات د بشري مرستو او پراختيا موسسې (RHDO) په تخنيکي مرسته د خوړو نړيوال پروګرام له خوا ووېشل شوې.
 
په ورته وخت کې د زابل ولایت چارواکي هم په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پر ۱۷۶۵ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له تسلط وروسته د هېواد تر نیمايي زیات نفوس د لوږې له سخت بحران سره مخ شوی دی.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې یو شمېر سازمانونو په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونه تنه اعلان کړی و.
 


د مطلب کود: 276922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276922/په-پکتیکا-او-زابل-کې-شاوخوا-څلور-زره-اړمنو-کورنیو-د-خوراکي-توکو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com