کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې به د سرطان د درملنې وړیا روغتون جوړ شي

28 سنبله 1402 ساعت 15:49

د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د ادارې مرستیال په هغه غونډه کې چې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د وړیا روغتون د جوړولو په موخه جوړه شوې وه، په هیواد کې د روغتونونو او روغتیايي خدمتونو په معیاري کولو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د چارو ادارې عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: د چارو ادارې عمومي ریاست کې د پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو ریاست د مسوولینو، د اړوندو بنسټونو د استازو او یو شمېر چارواکو ترمنځ غونډه جوړه شوه.
 
په دې ناسته کې د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف الدین طیب وویل، چې د روغتونونو د جوړولو او خدماتو په برخه کې باید معیارونه په پام کې ونیول شي او د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیول شي.
 
د سوداګرۍ خونې مرستیال او رئیس محمد یونس مومند وویل: "موږ د سرطان ناروغانو د ستونزو په پام کې نیولو سره د روغتون په جوړولو کار پیل کړی او د اسلامي امارت د همکارۍ په تمه یو".
 
هغه زياته کړه، چې د ياد شوي روغتون د جوړېدو چارې په سل جريبه ځمکه کې پيل شوې، چې ټول خدمات به يې وړيا وي او د روغتيايي چارو ترڅنګ به د محصلينو د روزنې لپاره يو کارکوونکى طبي پوهنتون هم جوړ شي.
 
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د دغه روغتون د جوړولو په موخه به د ملي سوداګرو بنسټ خپله لومړنۍ چارې پیل کړي، د ساحوي ثبات او نورو اړتیاوو په برخه کې به یې طرحه ترتیب او د ادارې عمومي ریاست ته به یې وسپاري.


د مطلب کود: 276880

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276880/په-کابل-کې-د-سرطان-درملنې-وړیا-روغتون-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com