آوا - کابل: تر ۲۰۲۴ کال پورې هېواد ته د برېښنا رسولو او له ترکمنستان څخه د برېښنا د لېږد په موخه، د برشنا شرکت د مدیره پلاوي او په ترکمنستان کې د برېښنا د نړیوالو پروژو د مسوول مراد آرتیکوف ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
د برشنا شرکت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د نور الجهاد سب سټېشن پروژې، د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېرلو او د تی ای پی پروژې په اړه خبرې وکړې چې له هراړخیزو بحثونو وروسته به په یاد هوکړه لیک کې توافق وشي.
همدارنګه په دې کتنه کې د ترکمنستان پلاوي هیله څرګنده کړه چې د نورالجهاد سب سټېشن د پروژې کار به د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې بشپړ شي او د هرات د برېښنا اندازه چې اوس مهال ۷۰ میګاواټه ده، ۱۱۰ میګاواټو ته به ورسېږي.
په دې کتنه کې د ترکمنستان استازي له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد د پروژې په اړه وويل، چې له پاکستاني لوري سره يې ګډه ناسته کړې او دغه راز يې هوکړه کړې، چې د افغان لوري له هوکړې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه غونډه کېږي. ټول درې هېوادونه.