د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د «UNDP» موسسې له رئیس سره په کتنه کې وویل چې د کابل ښاریانو اوسنۍ جدي ستونزه د څښاک د اوبو کمښت دی او باید مرستندویه ادارې په دې برخه کې همکاري وکړي.
نړیوال بنسټونه باید په پلازمینه کې د اوبو د کمښت د ننګونو د حل لپاره همکاري وکړي
27 سنبله 1402 ساعت 9:21
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د «UNDP» موسسې له رئیس سره په کتنه کې وویل چې د کابل ښاریانو اوسنۍ جدي ستونزه د څښاک د اوبو کمښت دی او باید مرستندویه ادارې په دې برخه کې همکاري وکړي.
آوا - کابل: د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په کابل کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له مشر فیروز سره وکتل.
په دې کتنه کې د UNDP رئیس د دې ادارې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د کابل والي ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دغه اداره د کابل په ښار او ولسوالیو کې فعالیت کوي.
په دې کتنه کې د کابل والي په بېلابېلو برخو کې د دغې ادارې د فعاليتونو قدرداني وکړه او له هغوى يې وغوښتل چې د کابل د زيات نفوس په پام کې نيولو سره خپلې مرستې پراخې کړي.
د کابل والي هم د دې ادارې پر بنسټیزو فعالیتونو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوس مهال ښاریان د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي او له دوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
باید ووایو چې د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې په ټیټیدو سره؛ د کابل ښاریان د څښاک د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره مخ دي.
د مطلب کود: 276779