د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي چې د مالي ننګونو له امله به د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډله په چین کې د اسیا په سیالیو کې ګډون ونه کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په چین کې له اسیايي لوبو څخه ووتله
27 سنبله 1402 ساعت 8:36
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي چې د مالي ننګونو له امله به د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډله په چین کې د اسیا په سیالیو کې ګډون ونه کړي.
آوا - کابل: ټاکل شوې وه چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله په چین کې د ۲۰۲۳ کال اسیایي جام سیالیو کې له ازبکستان، سوریې او هانګ کانګ سره ولوبیږي.
د هانګزو د اسيايي لوبو د ۱۹مې دورې سيالۍ به په رسمي توګه د مې په لومړۍ نېټه پيل شي، خو د فوټبال ګروپي پړاو به د مې په ۲۸مه نېټه پيل شي.
د مطلب کود: 276768