کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان په سمندر کې څلور نجونې ډوب شوې!

26 سنبله 1402 ساعت 13:15

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د لیرزانک له پله د تېرېدو پر مهال څلور ځوانې نجونې په سمندر کې ډوبې شوې. د چارواکو په وینا د دغو نجونو جسدونه تراوسه نه دي موندل شوي.


آوا – مزار شریف: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار آوا ته وویل، چې دا پېښه پرون (شنبه، سنبله ۲۵مه) د مامئی ولسوالۍ په "تنګ شهو" سیمه کې شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغو نجونو غوښتل د لرزنک پل په نوم له يوه پله تېر شي، خو دغه پل يو طرفه شو او سمندر ته ولوېدله.
 
کامګار د دغو نجونو د هويت او اړيکو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې تر اوسه يې مړي نه دي موندل شوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د بدخشان په سمندر کې تر لسو ډېر کسان ډوب شوي دي.


د مطلب کود: 276734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276734/د-بدخشان-په-سمندر-کې-څلور-نجونې-ډوب-شوې

آوا
  https://www.avapress.com