کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن مړ او اته تنه نور ټپيان شول

24 سنبله 1402 ساعت 13:33

ځايي سرچينې وايي، په غور ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او اته نور ټپيان شوي دي.


آوا: دغه ترافیکی پیښه نن د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۳ مه د دولینه ولسوالۍ د فیروز کوه په لویه لاره کې رامنځ ته شوې ده.
 
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت او وروسته چپه شو.
 
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو تن وژل شوى او اته تنه نور ټپيان شوي دي .
 
روغتيايي سرچينې د دې ترافيکي پېښې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې هر کال ترافيکي پېښې ګڼ شمېر هېوادوال وژني او سلګونه نور ټپيان او معيوبوي.
 
د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټر چلولو د اصولو نه مراعتول په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 276650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276650/په-غور-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-يو-تن-مړ-او-اته-تنه-نور-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com