کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې بشري مرستې د یوې ځانګړې الوتکې له لارې کابل ته راورسېدې

24 سنبله 1402 ساعت 11:52

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد د دفاع وزارت د یوې ځانګړې الوتکې له لارې کابل ته ۳۸ ټنه غنم راورسېدل.


آوا - کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د روسیې د بشردوستانه مرستو د لېږلو په اړه ویلی چې د افغانستان له دوستو خلکو سره د مرستې لپاره به کار ته دوام ورکړی.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: "د سپټمبر په ۱۴مه د روسیې د دفاع وزارت یوې ځانګړې الوتکې د ۳۸ ټنو اوړو په ګډون د بشري مرستو یوه بله بسته کابل ته ولېږله."
 
خبرپاڼه ادامه ورکوي: "دا بار په روسیه کې د افغان مهاجرینو لخوا راټول شوي. دا بشردوستانه عمل د دولتونو ترمنځ د متقابل عمل ځانګړي مثبت څرګندوي.
 
د خبرپاڼې په پای کې راغلي دي: "د افغانستان د دوستو خلکو د ملاتړ په موخه به په دې لاره کې کارونه دوام ولري".
 
په روسیه کې څه باندې سل زره افغان کډوال ژوند کوي او افغان اتباع په روسیه کې څو مشهورې موسسې لري.
 
روسیې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته څو ځلې د افغانستان خلکو ته مرستې رسولې دي.


د مطلب کود: 276641

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276641/د-روسیې-بشري-مرستې-یوې-ځانګړې-الوتکې-له-لارې-کابل-ته-راورسېدې

آوا
  https://www.avapress.com