کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د فیلیپین لوبډلې څخه ماته وخوړه

22 سنبله 1402 ساعت 9:04

د هېواد د فوټبال ملي ټیم پرون په یوه دوستانه لوبه کې د فیلیپین د فوټبال له ټیم سره مخامخ شو او ۲-۱ یې ماتې وخوړه.


آوا: د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې فیلیپین څخه ۲-۱ ماتې وخوړه.
 
د دې لوبې لومړۍ نیمايي چې د مانیلا په رزال لوبغالي کې ترسره شوه، د ۰-۰ په توپیر پای ته ورسېده. په دویمه نیمايي او په ۶۴مه دقیقه کې امید پوپلزي د مخالف ګول پرانست، خو په ۷۴مه او ۸۱مه دقیقه کې د فیلیپین ملي لوبډلې د خپلې بریا په لمانځلو سره لوبه ۲-۱ خپل په ګټه پای ته ورساوه.
 
په دې ماتې سره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله باید منګولیا سره د مقابلې لپاره ځان چمتو کړي.
 


د مطلب کود: 276550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276550/د-هېواد-فوټبال-ملي-لوبډلې-په-یوه-دوستانه-لوبه-کې-فیلیپین-څخه-ماته-وخوړه

آوا
  https://www.avapress.com