ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د فراه ولایت د پشت رود په سیمه کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړې شي.
د فراه ولایت د پشت رود په سیمه کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړیږي
22 سنبله 1402 ساعت 9:00
ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د فراه ولایت د پشت رود په سیمه کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړې شي.
آوا - هرات: د باختر آژانس خبری آژانس لیکلی چې د دغې شبکې په جوړیدو سره به څه دپاسه ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
ویل شوي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه به د دغو شبکو په جوړولو شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ ولګوي او د دې شبکو جوړول به شاوخوا درې میاشتې وخت ونیسي.
د مطلب کود: 276549