کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لیبیا د عامې روغتیا وزیر: د طوفان له امله د مړو شمیر ښايي لس زرو تنو ته ورسیږي

21 سنبله 1402 ساعت 15:16

د لیبیا د عامې روغتیا وزیر په داسې حال کې چې له دوستو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې، وړاندوینه کړې چې په دغه هېواد کې د «دانیال» په نوم د توپان له امله د وژل شویو کسانو شمېر به ۱۰ زره کسانو ته لوړ شي.


آوا: د لیبیا د عامې روغتیا وزیر "عثمان عبدالجلیل" وړاندوینه کړې، چې په دغه هیواد کې به د "دانیال" په نوم د طوفان له امله د مړو شمیر ۱۰ زرو تنو ته ورسیږي.
 
په وروستیو ورځو کې د مدیترانې په بحیرې کې رامنځ ته شوی توپان د لیبیا په ختیځ کې وژونکی شو او د دغه هېواد زیربناوو ته یې ډېر زیانونه واړول. له دغه زورور توپان وروسته په دغه هېواد کې سخت سېلاب پيل شو او ګڼې سيمې يې سېلاب کړې.
 
د لیبیا په درنا ښار کې د "دانیال" په نوم توپان له امله د باران او سیلابونو د راوتلو له امله د دغه ښار په مرکز کې د اوبو د دوو بندونو د نړېدو او سیلابونو د راوتلو لامل شوی چې له امله یې زرګونه کسان مړه او بې درکه شوي دي.
 
د «الیوم السمیع» ورځپاڼې د راپور له مخې، د لیبیا د عامې روغتیا وزیر د دغه هیواد له رسنیو سره په خبرو کې د دغه توپان له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰ زره کسانو ته د رسیدو په اړه، وویل، د لیبیا مرستندویه ځواکونه لا هم دوام لری.
 
عثمان عبدالجلیل له دوستو هیوادونو وغوښتل چې له لیبیا سره د دغه هیواد د اتباعو د ژغورلو په خاطر د درنا په ښار او د «الجبیل الخدر» سیمو کې مرسته وکړي.
 
لیبیا تر اوسه د دې هېواد د څه باندې دوه زره اتباعو د وژل کېدو خبر ورکړی او اعلان یې کړی چې د دغه هېواد د ۷۰۰۰ کسانو برخلیک معلوم نه دی او هغوی هم په ورکو شویو کسانو کې دی.
 
 
په تیرو څو ساعتونو کې د لیبیا رسنیو راپور ورکړی چې د دغه توفان وروسته د اوبو د سطحې د لوړیدو له امله څو کلي په بشپړه توګه ډوب او ورک شوي دي.
 
د لیبیا په شمال ختیځ کې د درنا په ښار کې د دغه هیواد خلکو د شاوخوا ۳۵۰ کسانو جسدونه ښخ کړل. پرون د ليبيا د ولسمشرۍ شورا د درنا، شهات او البيضاء ښارونه د سيلاب ځپلو ښارونو په ډله کې اعلان کړل او خبر يې ورکړ چې دغه ښارونه سخت زيانمن شوي او په سلګونو اوسېدونکو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
 
د لیبیا ویب پاڼې "الوسط" په دې وروستیو کې داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي د دغه هېواد خلکو د سلګونو کسانو جسدونه راټول کړي او د سړکونو غاړې ته یې ایښي دي.
 


د مطلب کود: 276524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276524/د-لیبیا-عامې-روغتیا-وزیر-طوفان-له-امله-مړو-شمیر-ښايي-لس-زرو-تنو-ته-ورسیږي

آوا
  https://www.avapress.com