کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ پولیسو یو ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو وژغوره

20 سنبله 1402 ساعت 11:10

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند وايي: يو ماشوم چې تيره شپه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تښتول شوى و د کلکان ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په هلوځلو سره د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .


آوا - کابل: د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن دوشنبه (۲۰ سنبله) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: یو ماشوم چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و د امنيتي ځواکونو په هلو ځلو دغه ماشوم په کلکان ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
 
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د دغه خبر له ترلاسه کولو وروسته د کلکان ولسوالۍ پوليسو د تښتوونکو له منګولو څخه د ماشوم د ژغورلو لپاره ډېر ژر اقدام وکړ او درې تنه تښتوونکي يې ونيول.
 
  هغه زياته کړه، چې تښتول شوى ماشوم يې تر څېړنو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو قطعاتو د انسان تښتوونکو یوه ډله نیولې وه، چې د امین الله په نوم یې د کابل یو اوسېدونکی تښتولی و او د پغمان ولسوالۍ په پشته بادام سیمه کې یې ساتلی و.
 
د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندانۍ د تښتول شوي کس د هویت په تاییدولو سره په سیمه کې د عملیاتو او له سړي تښتونکو سره په نښته کې څلور تنه انسان تښتوونکي وژلي او تښتول شوی کس یې آزاد کړی دی.
 


د مطلب کود: 276452

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/276452/د-کابل-ولایت-کلکان-ولسوالۍ-پولیسو-یو-ماشوم-سړي-تښتونکو-له-منګولو-وژغوره

آوا
  https://www.avapress.net