کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ګردیز - زرمت سړک د جوړولو کار پیل شو

19 سنبله 1402 ساعت 14:40

د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز او د دې ولايت د زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز او د زرمت ولسوالۍ تر منځ د غځیدلي سړک د جوړولو کار پیل شوی دی.
 
د دې پروژې د پيل پر مهال مسئولينو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې هڅه به وکړي، چې په دې سيمه کې د مسووليتونو، اسانتياوو او متوازن انکشاف په چوکاټ کې نورې پرمختيايي پروژې هم پلي کړي، څو خلکو ته هوسا ژوند برابر شي.
 
په ورته وخت کې د سیمې اوسیدونکي او قومي مخور د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د دې پروژې په پلي کیدو سره به د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
 
د يادونې وړ ده، چې ياد شوى سړک د هېواد له مهمو سړکونو څخه دى، چې د زرمت ولسوالۍ سربېره د پکتيا ولايت له مرکز (ګرديز) سره د روحاني بابا ولسوالۍ، غزني او پکتيکا ولايتونه نښلوي.
 


د مطلب کود: 276405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276405/د-ګردیز-زرمت-سړک-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com