کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولسو بهرنیو سیلانیانو د غزني له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړه

19 سنبله 1402 ساعت 10:32

د غزنی ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایی چې دولسو بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخی او طبیعی سیمو څخه لیدنه وکړه.


آوا - غزني: دغه سیلانیان د فرانسې، آلمان، کاناډا او پاکستان څخه وو چې د غزني د لرغونو سیمو، طبیعي منظرو او یو شمیر تاریخي اثارو څخه یې لیدنه وکړه.
 
په دغو بهرنیو سیلانیانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.
 
د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مل پاسوال حميدالله نثار له دغو سيلانيانو سره په خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په جوړېدو سره په هېواد کې بشپړ امنيت ټينګ شوى او سيلانيان کولاى شي په آرامۍ سره له سياحت څخه خوند واخلي.
 
د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د روان کال له پيله تر اوسه يو سل او شپيته بهرنيو سيلانيانو د غزني له تاريخي او طبيعي ځايونو ليدنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 276383

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276383/دولسو-بهرنیو-سیلانیانو-د-غزني-له-تاریخي-او-طبیعي-ځایونو-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com