کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه تنه انسان تښتوونکي په بلخ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

19 سنبله 1402 ساعت 9:23

د بلخ ولایت د پولیسو چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې دوه تنه انسان تښتوونکي د ځانګړو کشفي ځواکونو سره په نښته کې وژلي دي.


آوا - مزارشریف : ویل کیږی چې دغو کسانو غوښتل چې په بلخ کې د یوه پلورنځي خاوند لوټ کړي، د ځانګړو کشفي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خيرالدين روحاني وويل چې کشفي ځواکونو پر وخت اقدام وکړ او د سړي تښتوونکو مخه يې ونيوله چې د هټۍ خاوند يې لوټ کړي.
 
  ویل شوي، چې تښتوونکو هغه مهال ډزې پیل کړې، چې پوه شول، چې استخباراتي ځواکونو دوی په نښه کړي دي.
 


د مطلب کود: 276368

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276368/دوه-تنه-انسان-تښتوونکي-په-بلخ-کې-له-امنيتي-ځواکونو-سره-نښته-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com