د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله څه باندې ۳۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او سلګونه نور کورونه نړېدلي دي.
په بدخشان کې د ځمکې ښویدنې له امله د استوګنې له ۳۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړشوي
18 سنبله 1402 ساعت 14:05
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله څه باندې ۳۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او سلګونه نور کورونه نړېدلي دي.
آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس محمد اکرم اکبري نن شنبه د سنبلې په ۱۹ مه وویل: د « یدنیل» او «مرچها» په دوو کلیو کې د ځمکې ښویدنې پېښې رامنځ ته شوې دي. په یاوان ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له ورځې څخه تر اوسه پورې دوام لري چې تر اوسه پورې ۳۲۳ د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، اوس هم د استوګنې يو شمېر کورونه د ځمکې د ښويېدنې د دوام له امله درزونه لري او د ويجاړيدو احتمال شته.
اکبري زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکي د خپلو خپلوانو په کورونو او خلاصو ځايونو کې ژوند کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د دې پېښې بې ځایه شوي کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د مطلب کود: 276343