کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

18 سنبله 1402 ساعت 9:52

په لغمان کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د کابل - جلال آباد پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایی، چې دغه پېښه پرون غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په «قرغی» سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
په لغمان کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړه، چې په دې پېښه کې یوه ښځه هم په ټپیانو کې شامله ده.
 
ده د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
 
ښاغلي یوسفزي وویل چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او د تیز رفتارۍ له امله رامنځته شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم د کابل - جلال آباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي وو.
 


د مطلب کود: 276318

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/276318/په-لغمان-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-دولسو-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.net