کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې له بنګله دېش سره په دوستانه لوبه کې مساوي کړه

17 سنبله 1402 ساعت 9:49

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله پرون په یوه دوستانه لوبه کې له بنګله دېش سره مخامخ شوه او ۱ په ۱ لوبه مساوی شوه. دغه راز د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی هم د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې له میدانه وویستل شو.


آوا: د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې پرون پنجشنبه د سنبلې په ۱۶ مه د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره لوبه وکړه او د ۱-۱ په پایلې سره پای ته ورسېده.
 
دا لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې ترسره شوه.
 
په دې لوبه کې ملي لوبډلې لومړی د جبار شېرزي په ګول سره ګول وکړ، خو د دویمې نیمايي په پای کې یې مساوي ګول ترلاسه کړ.
 
دغه راز د دغې لوبې په ۱۹مه دقیقه کې د افغانستان د ملي لوبډلې د کویټ مشر روزونکی د ریفري د زیات اعتراض له امله له میدان څخه ګوښه شو. دا له لسو څخه په کمو سیالیو کې دوهم ځل دی چې د هېواد د ملي لوبډلې مشر روزونکی له میدانه ایستل کېږي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد د ملي لوبډلې راتلونکې لوبه له منګولیا سره ده.


د مطلب کود: 276282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276282/د-هېواد-فوټبال-ملي-لوبډلې-له-بنګله-دېش-سره-په-دوستانه-لوبه-کې-مساوي-کړه

آوا
  https://www.avapress.com