کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پولیسو ۱۵۰۰۰ "K" ټابلیټونه نیولي دي

16 سنبله 1402 ساعت 12:35

د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې د دې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست ۱۵ زره ګولۍ (K) چې له جرمني څخه افغانستان ته د پوستې له لارې قاچاق کېدل کشف او ترلاسه کړي دي.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دغې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت له جرمني څخه ۱۵ زره ګولۍ (K) د پوستې له لارې افغانستان ته استولي دي.
 
د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست د دې قضيې په تړاو يو تن نيولى او تر پلټنو لاندې دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل امنيې قوماندانۍ په کابل ښار کې د شرابو د پلور په تور د څو تنو د نيولو خبر ورکړ.
 


د مطلب کود: 276259

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276259/د-کابل-پولیسو-۱۵۰۰۰-k-ټابلیټونه-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com