کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا):

په پام کې ده چې په هېواد کې ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي

16 سنبله 1402 ساعت 10:14

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (ETRA) وايي، په ټول هېواد کې به ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه ۹۰ سایټونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي او ۳۳ سایټونه ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شوي دي.


آوا - د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقانی وایی، په هېواد کې به ۴۵۰ نوی مخابراتی سایټونه جوړ شی، چې له دې جملې څخه یې ۹۰ سایټونه داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی.
 
هغه زیاته کړه، اوس هم د معیاري مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزې شته او موږ هڅه کوو چې دغه خدمات له نړیوالو معیارونو سره برابر کړو.
 
په همدې حال کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په اوو ولایتونو کې ۱۹ نوي سایټونه او د MTN شرکت په دریو ولایتونو کې نوي سایټونه جوړوي.
 
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولین وايي، په هغو سیمو کې چې تر دې دمه مخابراتي خدمات نشته، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او هڅه کوي چې دغه خدمات په هر اړخیزه توګه وړاندې کړي.
 
د راپورونو له مخې، ډېری دغه سایټونه به په نورستان، میدان وردګو، پکتیا او دوه سایټونه به د کابل- جلال اباد په لویه لاره کې جوړ شي.
 


د مطلب کود: 276252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276252/په-پام-کې-ده-چې-هېواد-۴۵۰-نوي-مخابراتي-سایټونه-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com