کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حشمت خان خلیل کرزي د کورنۍ له خوا یو افریقایي زمری د کابل ژوبڼ ته وسپارل شو

16 سنبله 1402 ساعت 9:27

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د حشمت خان خلیل کرزي د کورنۍ له خوا یو افریقایي زمری د کابل ژوبڼ ته وسپارل شو.


آوا: د کابل ښاروالۍ چارواکو د ویدیو په خپرولو سره ویلي، چې د حشمت خان خلیل کرزي د کورنۍ له خوا یو افریقایي زمری د کابل ژوبڼ ته وسپارل شو.
 
د ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، د حشمت خان خليل کرزي کورنۍ په خپل کور کې د دغه زمري د شتون له امله د ګواښ احساس وکړ، نو د ژوبڼ تخنيکي ډله يې کندهار ته ولاړه او دغه زمری يې په خوندي ډول د کابل ژوبڼ ته انتقال کړ.
 
د کابل ښاروالۍ مسوولین زیاتوي، چې دغې کورنۍ د کابل ژوبڼ ته یوه دانه شتر مرغ، ۱۶ داني نیلي (چینایي) چرګ، دوه داني د کلنګ او یوه اندازه د خیمو هم ورکړي دي.
 
حشمت خان خلیل کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې خپلوان او د کندهار ولایت له مشرانو څخه و، چې په ۲۰۱۴ کال کې د کندهار په ولایت کې ووژل شو.
 


د مطلب کود: 276244

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276244/د-حشمت-خان-خلیل-کرزي-کورنۍ-له-خوا-یو-افریقایي-زمری-کابل-ژوبڼ-ته-وسپارل-شو

آوا
  https://www.avapress.com