کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ای او ام: په افغانستان کې ۳۲۵ زره کسانو لومړني روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي

15 سنبله 1402 ساعت 9:38

د مهاجرت نړیواله اداره یا "IOM" وايي چې د دوی ټیمونو د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې څه باندې ۳۲۵ زره افغانانو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.


آوا - کابل: د دغې ادارې افغان څانګې د ایکس شبکې چې د ټوېټر په نوم کارول کېږي، لیکلي چې ډېر شمېر افغانان د معیاري روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو هڅې کوي.
 
د دغه رياست په وينا، دغه ټيمونه د افغانستان سرحدي سيمو ته په رسېدو بريالي شوي، چې تګ راتګ يې ډېر ستونزمن دى.
 
له کلونو راهیسې د افغانستان د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي او یا د دوی د موقتي طبیعت په اړه شکایت کوي.


د مطلب کود: 276202

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276202/او-ام-په-افغانستان-کې-۳۲۵-زره-کسانو-لومړني-روغتیايي-خدمتونه-ترلاسه-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com