کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د اوبو لګولو د ۳۸ پروژو د جوړولو کار پیل شو

15 سنبله 1402 ساعت 9:34

د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د ۳۸ پروژو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په مالي او تخنیکي مرسته پلي کیږي.
 
د غزني د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت په خواجه عمري او اندړو ولسوالیو او د غزني ښار په مربوطاتو کې پلې کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په لوګر ولايت کې هم د روانو اوبو د زېرمه کولو لپاره ورته پروژه پيل شوې وه.


د مطلب کود: 276200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276200/په-غزني-کې-د-اوبو-لګولو-۳۸-پروژو-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com