کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه تنه په غیرقانوني ډول بهر ته د ۴۹ زره امریکایي ډالرو د لیږد په جرم ونیول شول

14 سنبله 1402 ساعت 10:44

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، سرحدي پولیسو او انټرپول پولیسو دوه تنه هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې ۴۹ زره امریکایي ډالر په غیر قانوني ډول بهر ته انتقال کړي، د تورخم په پوله کې یې نیولي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې سرحدي پولیسو او انټرپول دوه تنه هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې ۴۹ زره امریکايي ډالر په غیر قانوني ډول بهر ته انتقال کړي.
 
  تېره ورځ په ننګرهار کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د تورخم په ګمرک کې د ځینو هغو تاریخي اثارو د نیولو خبر ورکړ چې قاچاق وړونکو غوښتل په یوه موټر کې پاکستان ته انتقال کړي.
 
د تورخم په ګمرک کې د اسلامي امارت قومندان رفیع الله پاچا خان وویل چې دغه تاریخي اثار (یکشنبه د سنبلي ۱۲مه) د ګمرک د کارکوونکو له خوا کشف او ضبط شول.
 
پاچا خان زياته کړه، چې په کشف شويو اثارو کې د "منګوټي" د وړوکيو ١٥ ټوکرۍ، چې اته نيم کيلو وزن لري او د مسو څلور لوښي شامل دي، چې شاوخوا درې نيم کيلو وزن لري.
 


د مطلب کود: 276158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276158/دوه-تنه-په-غیرقانوني-ډول-بهر-ته-د-۴۹-زره-امریکایي-ډالرو-لیږد-جرم-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com