کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي ضیاءالرحمن مدنی د لوګر د والي په توګه معرفي شو او په کار یې پیل وکړ

14 سنبله 1402 ساعت 8:46

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر ولایت نوی والي مولوي ضیاءالرحمن مدنی چې د اسلامي امارت د رهبري شورا له خوا په دې پوست ټاکل شوی و، پرون یکشنبه د سنبلې ۱۳ مه یې دنده پیل کړه.


آوا - کابل: د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین په دې ناسته کې وویل، چې د اسلام د سپېڅلي دین او ولس خدمت زموږ د هر فرد دنده ده.
 
د لوګر پخواني والي د لوګر د عمومي وضعيت په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د لوګر د ولايتي ادارې او د دغه ولايت د نظامي مسوولينو ترمنځ ټينګه همغږي شته او د لوګر ملکي چارواکي په ښه همغږۍ خپلې چارې پرمخ وړي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د لوګر "مجاهدینو" د اشغالګرو پر وړاندې زړورتیا ښودلې او زیاته یې کړه: "دا نېکمرغه خبره ده چې د لوګر اکثره مجاهدین علماء او د مدرسو خلک دي."
 
له بلې خوا د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني وویل: د لوګر خلکو د یرغلګرو پر وړاندې د مبارزې په څو پړاوونو کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي چې د ستاینې وړ دي او هیڅکله به یې هیر نشي.
 
د کورنیو چارو وزارت سیاسي معین مولوي محمد نبي عمري په خپلو خبرو کې په دولتي ادارو کې تغییر یو اصل وباله او زیاته یې کړه چې په اسلامي امارت کې اطاعت یو قوي او منلی اصل دی چې ټول مامورین یې پابند دي.
 
د یادولو وړ ده چې مولوي ضیاءالرحمن مدنی د اسلامي امارت د مشر ملابت الله اخندزاده لخوا په دې مقام ټاکل شوی دی.
 


د مطلب کود: 276141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276141/مولوي-ضیاءالرحمن-مدنی-د-لوګر-والي-په-توګه-معرفي-شو-او-کار-یې-پیل-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com