کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې څلور تنه د غلا په تور ونيول شول

13 سنبله 1402 ساعت 10:08

د کابل د شپږمې حوزې د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، سنبلي ١٣) د غلا په تور د څلورو تنو د نيولو خبر ورکړ.


آوا: - کابل : په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د موبايلونو د غلا په تور درې تنه نيول شوي او يو بل تن د موټرونو د غلا په تور له يوه غلا شوي موټر سره نيول شوي او دوسيې به يې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
 
خبرپاڼه زياته کړي چې په دې وروستيو وختو کې د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د امنيتي او جنايي پيښو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
 
په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریان په دې وروستیو کې د ښار په ځینو برخو کې د جنایي جرمونو له زیاتوالي شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 276107

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276107/په-کابل-کې-څلور-تنه-د-غلا-تور-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com