کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترافیکو عمومي ریاست:

هغه هیوادوال چې شخصي موټر څخه د ټکسي په توګه کاروي باید امر واخلي

12 سنبله 1402 ساعت 10:53

د ترافيکو پوليسو عمومي رياست له ښاريانو څخه غوښتنه کړې، چې له خپلو شخصي وسايطو څخه په ښاري او شاوخوا لارو کې د ټکسي په توګه کار اخیستلو لپاره، باید جواز ترلاسه کړي.


آوا - کابل: د کابل د ترافیکو عمومي ریاست نن (یکشنبه، سنبلې ۱۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ښاریانو غوښتي چې د ښار په شاوخوا لارو کې له خپلو شخصي وسایطو څخه د ټکسي په توګه کار اخیستلو لپاره باید جواز ترلاسه کړي.
 
دې ادارې ویلي، هغه موټر چې موډل یې له ۱۹۹۵ څخه ټیټ وي د ښار د باندي د ټکسي امر ورکول کیږي او هغه موټر چې موډل یې ۱۹۹۵ یا لوړ وي د ښاري ټکسي امر ورکول کېږي.
 
دې ادارې ټینګار کړی چې د ۲۰۰۰ او تر هغه پورته ماډل موټرو ته د کابل ولایت د شنه ساحي ټکسي امر ورکول کیږي.
 
د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست خبرداری ورکړی، چې که د پروسې له بشپړېدو وروسته کوم شخصي موټر له امر پرته ټکسي چلوي، قانوني چلند به ورسره وشي.
 


د مطلب کود: 276052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276052/هغه-هیوادوال-چې-شخصي-موټر-څخه-د-ټکسي-په-توګه-کاروي-باید-امر-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com