کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شو

11 سنبله 1402 ساعت 10:23

د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، د دغه بانک مشر هدایت الله بدري د کابل - هرات پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، خو موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدری د کندهار - هرات پر لویه لار په یوه ترافیکي پیښه کې ټپي شوی او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.
 
مرکزي بانک تېره شپه د سلواغې په ١٠مه اعلان وکړ، چې مولوي بدري په دې پېښه کې سخت ټپي شوى او اوس تر درملنې لاندې دى.
 
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه ترافيکي پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې بدري هرات ولايت ته په لاره و او د هرات - کندهار په لويه لاره يې موټر چپه شو.
 
دا پېښه تېره ورځ د جمعې په ورځ رامنځته شوه او مولوي بدري په څرخک طیاره باندي و روغتون ته وړل شو.
 


د مطلب کود: 275982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275982/د-افغانستان-مرکزي-بانک-رئیس-په-یوه-ترافیکي-پېښه-کې-ټپي-شو

آوا
  https://www.avapress.com