کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ایران له ځانګړي استازي سره د کرنې وزیر لیدنه؛ دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د شویو هوکړه لیکونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ

10 سنبله 1402 ساعت 12:46

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د شویو هوکړه لیکونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په دې کتنه کې وویل: ایران ته د ولسمشر د سفر پر مهال په پنځو سترو سکتورونو (کرنه، مالدارۍ، طبیعی زیرمو، اوبولګولو) هوکړه لیکونه لاسلیک شول. 
 
په افغانستان کې د ایران سفیر د شویو هوکړه لیکونو پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغو تړونونو د تطبیق او پیل لپاره باید یو پلاوی وپېژندل شي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بدلېدو لامل دی.
 
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کرنې وزارت سرپرست ایران ته د یوه سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د کرنې په برخه کې د دغه هېواد د همکاریو غوښتنه کړې وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو څو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.


د مطلب کود: 275952

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275952/په-کابل-کې-د-ایران-له-ځانګړي-استازي-سره-کرنې-وزیر-لیدنه-دواړو-لورو-هېوادونو-ترمنځ-برخه-شویو-هوکړه-لیکونو-پر-عملي-کېدو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com