د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د دوو تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
د زابل امنيتي ځواکونو له هېواده بهر د دوو تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيوله
9 سنبله 1402 ساعت 9:05
د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د دوو تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
آوا: ویل کیږی چې په دغو اثارو کې یوه مجسمه او یوه سکه هم شامله ده چې ویل کیږی د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مرکز ګنج سیمه کې د لرغونو اثارو د قاچاقبرانو لاس ته لویدلی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د زابل د امنيې قوماندانۍ ويندوى مولوي نجم الهد محمود وويل چې ددغې قضيې په اړوند څلور تنه نيول شوي دي .
ويل شوي دي چې نيول شويو کسانو نيت درلود چې دغه اثار له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کړي.
د مطلب کود: 275874