کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نيمروز کې د نشه يي توکو درې کارخونې له منځه وړل شوي

8 سنبله 1402 ساعت 10:51

په نيمروز ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي توکو درې کارخانې د دوي ځواکونو کشف او له منځه وړي دي.


آوا: دغه کارخونې د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې کشف شوې.
 
د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مل پاسوال عبدالواسع عمر وويل، چې په يادو کارخونو کې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او د هغوى د توليد وسايل موجود وو، چې ټول له منځه وړل شوي دي.
 
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير زياته کړه، چې د يادو کارخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د مشر له لوري د نشه يي توکو د کښت له منع کېدو وروسته دولت د نشه يي توکو د توليدونکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.
 


د مطلب کود: 275816

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275816/په-نيمروز-کې-د-نشه-يي-توکو-درې-کارخونې-له-منځه-وړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com