کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې له نږدې درې زره کورنیو سره مرسته وشوه

8 سنبله 1402 ساعت 9:30

په فراه ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په دغه ولایت کې پر ۲۶۸۸ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش اعلان وکړ.


آوا: په فراه ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې پر ۲۶۸۸ اړمنو کورنیو باندې د خوړو نړیوال سازمان لخوا د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
 
په ویشل شویو توکو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو او شیدو ورکونکو میرمنو لپاره د غذايي موادو بسته بندي شامله وه.
 
په ورته وخت کې ګټه اخیستونکو د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له بنسټونو یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونه په افغانستان کې د مرستو د وېش لپاره د بودیجې له نشتوالي خبر ورکوي.
 


د مطلب کود: 275805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275805/په-فراه-ولایت-کې-له-نږدې-درې-زره-کورنیو-سره-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com