کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قوش تپې په کانال کې د دوو لویو پلونو د جوړولو کار بشپړیدو ته نږدې شوی دی

8 سنبله 1402 ساعت 8:51

په بلخ کې د قوش تپې پر کانال د دوو لویو پلونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او د چارواکو په وینا ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


آوا - مزارشریف: ویل کیږي چې دغه دوه پلونه د کانال په اوبو باندې د ریل پټلۍ او د بار وړونکو او مسافر وړونکو کاروانونو د تګ راتګ لپاره جوړ شوي دي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د قوش تپې د کانال د پروژې د تخنيکي برخې مسئول انجنير حميدالله ذهين وايي چې د دغو دوو پلونو چارې ٩٠ سلنه بشپړې شوې دي او په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
د قوش تپې کانال په سیمه کې د اوبو یو له سترو کانالونو څخه دی.
 
ویل شوي، چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د لسګونه زره جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ زرګونه کورنیو ته برښنا هم برابره شي.
 


د مطلب کود: 275793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275793/د-قوش-تپې-په-کانال-کې-دوو-لویو-پلونو-جوړولو-کار-بشپړیدو-ته-نږدې-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com