کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوریې هوايي ځواکونو په ادلب کې د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه کړي دي

7 سنبله 1402 ساعت 10:24

د سوریې د دفاع وزارت د ادلب په ختیځ کښې د ترهګرو په مرکزونو د هوایی او توغندیو د حملې اعلان وکړ.


آوا: د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د سوریې وسله والو ځواکونو د ادلب په ختیځ کښې د ترهګرو مرکزونه په هوایی او توغندوی حملو سره په نښه کړل.
 
د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د حماه او ادلب په څنډو کښې د ځواکونو په فوځی اډو باندې د ترهګرو ډلو د وروستیو حملو په ځواب کښې، د انصار التوحید او التحریر الشام په نومونو د ترهه ګرو په مرکزونو باندې حملې کړي.
 
د سوریې د خبری اژانس (سانا) د راپور له مخې، دغه برید د روسیې د جنګی الوتکو په همکارۍ ترسره شو چې په ترڅ کې یې د ترهګرو مرکزونه او د هغوی وسلې او مهمات له منځه لاړل او په پایله کې یې یو زیات شمیر ترهه ګرو او ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته. د دوی مشران ووژل شول.
 
همداشان  د روسیې  جنګي الوتکو  د ادلب په ختیځ کې  د کفرلتا او سرجه  د دوو کلیو په شاوخوا کې  د حیات التحریر الشام  ترهګرې ډلې  په یو مرکز  د توغندیو  برید وکړ.
 
څه موده وړاندې د روسیې رسنیو د سوریې په شمال لویدیځ کې د جبهة النصره پر مهمو مرکزونو د دغه هیواد د جنګیالیو د هوایي برید په اړه خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغه برید کې ۲۶ تنه وژل شوي دي.
 
د ادلب په سیمه کې څو محورونه د روسیې د یو لړ هوایی بریدونو لخوا په نښه شوي، چې د جبهة النصره او حارث الدین تروریستي عناصرو مرکزونه یې په نښه کړل.
 


د مطلب کود: 275747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275747/د-سوریې-هوايي-ځواکونو-په-ادلب-کې-ترهګرو-پر-مرکزونو-بریدونه-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com