د خوست سیمه ییزې سرچینې وايي، د خوست په مرکز متون ښار او اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو څو شبکې جوړې شوې دي.
په خوست کې د اوبو رسولو د څو شبکو د جوړولو کار پیل شو
6 سنبله 1402 ساعت 15:21
د خوست سیمه ییزې سرچینې وايي، د خوست په مرکز متون ښار او اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو څو شبکې جوړې شوې دي.
آوا - کابل: د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند مصطفی ګربز په خپل میسنجر کې لیکلي، چې دغه پروژې به د خوست په کوټکي کلي، پاس پیران او اسماعیل خېلو ولسوالیو کې جوړې شي.
ګربز زياته کړه، چې د دې پروژې لګښت څه باندې ١٣ ميليونه افغانۍ دى، چې د ناروې له خوا ورکول کېږي.
د ناروې د کوور انستيتوت ولايتي مسوول انجنير محمد حکيم وايي، چې د دې حياتي پروژې په بشپړېدو سره به ٥٧٥ کورنۍ او نږدې څلور زره کسان د څښاک د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شي.
بل خوا د دې سيمې اوسېدونکي وايي، چې پخوا د پاکو اوبو د نشتوالي له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته کېدل.
له بلې خوا د کونړ ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دې ادارې د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ۵۷۳ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
بايد يادونه وشي چې د اوبو د کمښت بحران نه يوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د حکومتونو لپاره يوه ستره ننګونه ګرځېدلې ده.
د مطلب کود: 275717